د لبنان حزب الله ډلې مشر شیخ نعیم قاسم له اسرائیلو سره هر ډول مذاکرات رد کړي او «بې پایلې» بللي دي. هغه ټینګار وکړ چې له مقاومت پرته بله لاره نه شته.
نوموړي د لبنان پر وړاندې د اسرائیلو بریدونه وغندل او ویې ویل چې پخوانۍ موافقه چې د بریدونو درول، د بندیانو خوشې کول او بیا رغونه پکې شامل وو، نه ده عملي شوې او بریدونه دوام لري.
د راپورونو له مخې، هغه زیاته کړه چې حزب الله به په مناسب وخت کې ځواب ورکړي او د لبنان پر وړاندې د پراخو پلانونو مخه به ونیسي. قاسم د لبنان له حکومته هم وغوښتل چې د دغو بریدونو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.