په اسلاماباد کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت او په پېښور کې د قونسلګرۍ ګډ پلاوي په خيبرپښتونخوا ایالت کې د افغان کډوالو وضعیت له نږدې وڅېړه.
د راپور له مخې، پلاوي د لنډي کوتل د حمزه بابا کمپ، د پېښور ناصر باغ، مسکين کمپ او یو موقتي مرکز څخه لیدنه وکړه او د کډوالو ستونزې یې واورېدې.
پلاوي له پاکستاني چارواکو سره هم لیدنې وکړې او د ثبت د بهیر پراخولو، ګرځنده ټیمونو لېږلو، د ښځو لپاره جلا اسانتیاوو برابرولو او د کډوالو د ځورونې مخنیوي غوښتنه وکړه. همدارنګه اړمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشل شوې.
د معلوماتو له مخې، د ثبت ځینې اسانتیاوې زیاتې شوې او د کډوالو د ستونزو د حل لپاره هڅې دوام لري.