د ۱۴۰۵ کال د حج د حاجیانو د لېږد بهیر پیل شو

د ۱۴۰۵ کال د حج د حاجیانو د لېږد بهیر پیل شو

له کابل څخه عربستان د تلونکیو حاجیو کاروان تصویر

د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د حج لپاره سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پیل کړ.

د معلوماتو له مخې، سږکال ۳۰ زره افغان حاجیان د اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو له لارې د هېواد له څلورو هوايي زونونو څخه په ۹۶ الوتنو کې سعودي عربستان ته لېږدول کېږي. له دې ډلې ۱۵ زره به مدینې منورې او ۱۵ زره نور به جدې ته انتقال شي.

چارواکو ویلي چې د حاجیانو د ښه خدمت لپاره اړوند پلاوي مخکې له مخکې سعودي عربستان ته استول شوي دي.

About Author