تهران له امریکا سره د مذاکراتو دویم پړاو په اړه هوکړه نه ده کړې

تهران له امریکا سره د مذاکراتو دویم پړاو په اړه هوکړه نه ده کړې

د ایران او امریکا بیراغونو تصویر

 

یوې ایراني سرچینې ویلي چې تهران تر اوسه له امریکا سره د مذاکراتو د دویم پړاو له ترسره کېدو سره موافقه نه ده کړې او د خبرو دوام یې د واشنګټن د دریځ له بدلون سره تړلی دی.

د سرچینې په وینا، ایران د امریکا وړاندیزونه زیات بللي او غواړي اغېزمنې او پایله‌محوره خبرې ترسره شي. تهران ټینګار کړی چې هر ډول خبرې باید د ټاکلیو شرطونو پر بنسټ وي.

About Author