د سترې محکمې پلاوي د محاکمو د فعالیت د ارزونې په هدف نورستان ته سفر وکړ

د سترې محکمې پلاوي د محاکمو د فعالیت د ارزونې په هدف نورستان ته سفر وکړ

د ستري محکي د وانۍ تصویر

د سترې محکمې یو لوړپوړی پلاوی د اداري مرستیال شیخ سخاءالله سعید په مشرۍ نورستان ولایت ته سفر کړی ترڅو د محاکمو فعالیتونه وڅېړي او د دوسیو د رسیدګۍ بهیر چټک کړي.

د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، پلاوي د نورستان له قضایي مسوولینو سره لیدلي او د کار د بهبود، د ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د اړتیاوو د معلومولو په اړه یې خبرې کړې دي.

په دې پلاوي کې د دارالانشاء عمومي رئیس، د کارکوونکو چارو عمومي رئیس، د قضایي تفتیش غړی او یو شمېر نور لوړپوړي مسوولین شامل وو.

د سترې محکمې اداري مرستیال د عدالت پر تامین، د دوسیو د ځنډ مخنیوي او د اصولي کار پر مراعاتولو ټینګار کړی دی.

دغه پلاوي له محلي چارواکو سره هم لیدلي او د ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه یې نظرونه تبادله کړي دي.

About Author