د جرمونو نړیوالې محکمې غړو هېوادونو کریم خان له دندې لرې کړ
د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) غړو هېوادونو د پټې رایې اچونې له لارې د دغې محکمې څارنوال کریم خان د هغه څه له امله چې «جدي ناسمه کړنه او د دندو جدي سرغړونه» بلل شوې، له دندې لرې کړ.
د فرانس پرس د راپور له مخې، له ۱۲۵ غړو هېوادونو څخه ۸۲ هېوادونو د هغه د لرې کولو ملاتړ وکړ، ۱۳ هېوادونو یې د پاتې کېدو ملاتړ وکړ او ۱۵ هېوادونو ممتنع رأیه ورکړه.
کریم خان چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د دې محکمې څارنوال و، تېره میاشت د جنسي ځورونې د ادعاوو له امله ځنډول شوی و. نوموړي دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د قانوني لارو به د پرېکړې پر وړاندې اقدام وکړي.
د رایې اچونې وروسته، د محکمې چارواکو د دې ادارې د اعتبار او خپلواکۍ پر ساتلو ټینګار وکړ، خو ځینو هېوادونو د پرېکړې هرکلی او ځینو نورو د هغې د اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.