د فرانسې ملي شورا د یوې طرحې په وروستي تصویب سره، له ۱۵ کلونو کم عمره ماشومانو لپاره د ټولنیزو رسنیو کارول منع کړل. د دغه قانون په پلي کېدو سره به فرانسه د اروپايي ټولنې لومړنی غړی هېواد وي چې د دې عمر ډلې لاسرسی د ټیکټاک، انسټاګرام او سنیپچېټ په څېر ټولنیزو رسنیو ته محدودوي.
د قانون له مخې، د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه به له ۱۵ کلونو کم عمره کسانو ته د نویو حسابونو جوړول منع وي او موجود حسابونه به هم د ۲۰۲۷ کال له جنورۍ څخه بند شي.
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون دغه اقدام د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د ملاتړ د پالیسۍ یوه برخه بللې ده. فرانسوي چارواکي وايي، د قانون د پلي کولو مسؤلیت به د ډیجیټلي پلاتفورمونو پر غاړه وي او د کاروونکو د محرمیت په ساتلو سره به د عمر د تثبیت میکانیزمونه عملي کېږي.
په دغه قانون کې په ښوونځیو کې د ګرځنده ټلیفونونو د کارولو لپاره هم محدودیتونه په پام کې نیول شوي او د ښوونیزو وېبپاڼو او انلاین پوهنغونډونو لپاره استثناوې ټاکل شوې دي.