Politics

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست راپور ورکړی چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د دغه ولایت د بهسودو ولسوالۍ په ګډون ۱۷ کسان، چې ۱۱ یې ماشومان دي، وژل شوي…

کیم جونګ اون د کارګرانو ګوند د عمومي منشي په توګه بیا وټاکل شو

کیم جونګ اون د کارګرانو ګوند د عمومي منشي په توګه بیا وټاکل شو

تصویر کیم جون اونگ

کیم جونګ اون د کوریا د کارګرانو ګوند د کانګرس په څلورمه ورځ، د نوې دورې لپاره د دغه ګوند د عمومي منشي په توګه بیا وټاکل شو؛ هغه پرېکړه چې د نوموړي ۱۵ کلنه مشري او نفوذ نور هم غځوي.

د دغه هېواد د رسمي خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د کارګرانو ګوند کانګرس هر پنځه کاله وروسته جوړېږي. په دې دوره کې د مرکزي کمېټې غړي هم وټاکل شول او د ګوند په ځینو قوانینو کې اصلاحات رامنځته شول.

کیم جونګ اون په خپله وینا کې نړیوالو بندیزونو او اقتصادي ننګونو ته اشاره وکړه او د اقتصادي جوړښت پیاوړتیا او د خلکو د ژوند د کچې لوړول یې د خپلو اساسي لومړیتوبونو په توګه یاد کړل.

#کیم_جونګ_اون #شمالي_کوریا #نړیواله_سیاست #اقتصاد #سیاسي_تحولات

Coverage

About Author