Politics

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست راپور ورکړی چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د دغه ولایت د بهسودو ولسوالۍ په ګډون ۱۷ کسان، چې ۱۱ یې ماشومان دي، وژل شوي…

قزاقستان غواړي له افغانستان سره سوداګري تر درې میلیارده ډالرو ورسوي

قزاقستان غواړي له افغانستان سره سوداګري تر درې میلیارده ډالرو ورسوي

د ریل پټلۍ تصویر

قزاقستان اعلان کړی چې غواړي له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه له شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالرو څخه درې میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

چارواکو افغانستان د سیمې مهم ترانزیټي دهلېز بللی او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره یې د ترانسپورټي زیربناوو او ریل پټلۍ پروژو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

قزاقستان همدارنګه غواړي له افغانستان څخه واردات متنوع کړي، چې دا کار کولی شي د افغانستان د زراعتي محصولاتو او لاسي صنایعو صادرات زیات کړي.

About Author