د لوړو زده کړو وزیر ویلي چې په افغانستان کې د لوړو زده کړو بهیر په چټکۍ سره د پرمختګ پر لور روان دی.

د لوړو زده کړو وزیر ویلي چې په افغانستان کې د لوړو زده کړو بهیر په چټکۍ سره د پرمختګ پر لور روان دی.

تصویر از مولوی ندا محمد ندیم

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، شیخ‌الحدیث مولوي ندا محمد ندیم په کندهار کې په یوې غونډه کې ویلي چې له دیني مدرسو او پوهنتونونو څخه باید داسې کسان فارغ شي چې په خپلو برخو کې بشپړه وړتیا ولري.

هغه زیاته کړه چې د دوکتورا سند ترلاسه کوونکي باید په رښتیا هم د لوړو علمي معیارونو وړتیا ولري.

د وزیر په وینا، دا مهال په هېواد کې ۹۰ د ماسټرۍ پروګرامونه او ۲۰ د دوکتورا پروګرامونه فعال دي او له ۶۳۴۲ څخه زیات محصلین په دې لوړو زده کړو بوخت دي.

هغه محصلین وهڅول چې خپلو استادانو ته درناوی وکړي او د زده کړو ارزښت درک کړي، ځکه چې علم د هېواد د پرمختګ بنسټ جوړوي.

نوموړي همداراز له اداري کارکوونکو وغوښتل چې خپلې چارې په شفاف ډول ترسره کړي او د عامه شتمنیو په کارولو کې احتیاط وکړي.

About Author