د کانونو او پترولیم وزیر د عزیزی انرژۍ له تخنیکي کمېټې سره وکتل

د کانونو او پترولیم وزیر د عزیزی انرژۍ له تخنیکي کمېټې سره وکتل

تصویر از دیدار وزیر معادن و پترولیم با کمیته عزیزی گروپ

د کانونو او پترولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د عزیزی انرژۍ د تخنیکي کمېټې له استازو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

د کانونو او پترولیم وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې دواړو لوریو په افغانستان کې د طبیعي ګاز څخه د برېښنا تولید، د انرژۍ سکتور د پراختیا فرصتونو او راتلونکیو ګډو پروګرامونو په اړه هر اړخیز بحث وکړ.

د عزیزی انرژۍ استازو د ګازو سرچینو د اکتشاف او استخراج د ښه والي او له هغو څخه د برېښنا د تولید لپاره خپل تخنیکي وړاندیز وړاندې کړ. دوی ټینګار وکړ چې د اسانتیاوو او همغږۍ په برابرېدو سره افغانستان کولای شي د خپلو داخلي ګازو سرچینو څخه اغېزمنه استفاده وکړي او د برېښنا کمښت تر ډېره حل کړي.

همدارنګه دوی د دغو پروژو د تطبیق مثبتې اغېزې لکه اقتصادي وده، د کاري فرصتونو رامنځته کېدل او د انرژۍ په برخه کې ځان بسیاینه یادونه وکړه. وزیر د یادې کمېټې د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل چې وزارت چمتو دی ګډې همکارۍ پیاوړې کړي او پروژې د قوانینو په چوکاټ کې پلي کړي.

About Author