د ټسلا، سپېسایکس او اېکس اجرائیوي مشر ایلان ماسک شتمني ۷۴۹ میلیارده ډالرو ته رسېدلې او هغه د تاریخ لومړی کس ګرځېدلی چې شتمني یې له ۷۰۰ میلیاردو ډالرو اوښتې ده.
فوربز مجلې ویلي چې د ټسلا د ونډو لوړوالي، د ۱۳۹ میلیارد ډالرو د جبراني امتیازاتو بېرته ورکړې او له حکومت سره د نویو قراردادونو د لاسلیک له امله د ماسک په شتمنۍ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. بلومبرګ راپور ورکړی چې یوازې په یوه ورځ کې د ټسلا د ونډو لوړوالي د ماسک شتمني شاوخوا ۵۰ میلیارده ډالره زیاته کړې ده.
د شتمنۍ دغه بېساری کچه د پراخو غبرګونونو لامل شوې او په نړیواله کچه یې د اقتصادي نابرابرۍ په اړه بحثونه راپارولي دي.
#افغانپیلهبو