د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست راپور ورکړی چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د دغه ولایت د بهسودو ولسوالۍ په ګډون ۱۷ کسان، چې ۱۱ یې ماشومان دي، وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون ویلي، چې دغه هوايي بریدونه د شپې شاوخوا ۱۲ بجې د خوګیاڼو، غنيخېلو او بهسودو ولسوالیو کې ترسره شوي او د «ګرديکچ» په سیمه کې یو استوګنیز کور په نښه شوی دی.
همدارنګه، یوې نړیوالې بشري حقونو ادارې په خپل راپور کې ویلي چې په دغه برید کې د یوې کورنۍ ۱۶ غړي وژل شوي دي. د قربانیانو په ډله کې نارینه، ښځې او ماشومان شامل دي چې عمرونه یې له یوه کال څخه تر ۸۰ کلونو پورې دي. دغې ادارې دغه برید د نړیوال بشردوستانه قانون جدي سرغړونه بللې او د خپلواکو څېړنو او د عاملینو د حساب ورکولو غوښتنه یې کړې ده.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ننګرهار او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه په کلکه غندلي او له پاکستان څخه یې غوښتي چې د افغانستان په اړه خپلې پالیسۍ له سره وڅېړي او د سولهییز ګاونډیتوب لاره خپله کړي.
د افغانستان دفاع وزارت او سیمهییزو چارواکو هم ویلي چې دغو بریدونو ته به په مناسب وخت کې لازم ځواب ورکړل شي. امنیتي چارواکو ټینګار کړی چې دغه اقدامات د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری دی او ملکي وګړي له جدي خطر سره مخ دي.