Politics

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست راپور ورکړی چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د دغه ولایت د بهسودو ولسوالۍ په ګډون ۱۷ کسان، چې ۱۱ یې ماشومان دي، وژل شوي…

په هسپانیه کې د پراخ ځنګلي اور د مهار لپاره د ۶۰۰ څخه ډېر اور وژونکي او سرتېري هڅې کوي

په هسپانیه کې د پراخ ځنګلي اور د مهار لپاره د ۶۰۰ څخه ډېر اور وژونکي او سرتېري هڅې کوي

تصویر اتش سوزی اسپانیا

اروپايي رسنیو راپور ورکړی چې له ۶۰۰ څخه ډېر اور وژونکي او سرتېري، د ۲۹ الوتکو او چورلکو په ملاتړ، د مادرید په شمال کې د پراخ ځنګلي اور د مهارولو لپاره پرله‌پسې د شپږمې ورځې په توګه هڅې کوي.

دغه اور د پنجشنبې په ورځ د ګوادالاخارا په ولایت کې، د مادرید شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره شمال ته، لګېدلی او د روان کال په ترڅ کې د هسپانیې تر ټولو ستر ځنګلي اور بلل شوی دی.

د راپورونو له مخې، تر اوسه شاوخوا ۳۰ زره هکټاره ځنګلونه او بوټي‌زارونه سوځېدلي او د شاوخوا سیمو له ۱۲۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي له خپلو سیمو څخه ایستل شوي دي.

Coverage

About Author