د زړه تومور د لرې کولو بریالی جراحي عملیات

عکس

په یوه نادره طبي پېښه کې د کابل طبي علومو پوهنتون د زړه، سینې او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ د زړه، سینې او رګونو جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د زړه تومور (Atrial Myxoma) د لرې کولو بریالی جراحي عملیات ترسره کړ.

د زړه جراحي متخصص پوهنیار ډاکټر احمد فواد وردګ وویل، ناروغ چې ۵۵ کاله عمر لري، د تنفسي ستونزو، عمومي کمزورۍ او د پښو د پړسوب له امله انسټېټیوټ ته مراجعه کړې وه. د تشخیصیه معایناتو او اېکوکارډیوګرافي وروسته، د زړه په کيڼ دهلېز کې د ۵×۱۰ سانتي مترو تومور تشخیص شو.

نوموړي زیاته کړه چې د تومور د لرې کولو لپاره د زړه خلاص جراحي عملیات ترسره شول او د عملیاتو وروسته د ناروغ روغتیايي وضعیت په بشپړ ډول ښه دی. لرې کړل شوی تومور د لا زیاتو څېړنو لپاره د پتالوژي څانګې ته لېږل شوی دی.
#افغان‌پیله‌بو

About Author