د یوې تازه څېړنې پایلې ښيي چې له ټایټان، د زحل له تر ټولو سترې سپوږمۍ، سره د یوې بلې سپوږمۍ ټکر ښايي د زحل د کږوالي، د ټایټان د مدار د چټک پراخېدو او د دې سیارې د حلقو د رامنځته کېدو لامل شوی وي.
ساینسپوهانو د کاسیني فضايي بېړۍ د معلوماتو او کمپیوټري شبیهسازیو په کارولو سره دې پایلې ته رسېدلي چې د دغو ټکرونو پاتې شوني ښايي شاوخوا ۱۰۰ میلیونه کاله وړاندې د زحل په اوسنیو حلقو بدل شوي وي.
د ناسا «ډراګونفلای» ماموریت چې ټاکل شوې په ۲۰۳۴ کال کې ټایټان ته ورسېږي، ښايي د دې نظریې د تایید یا رد لپاره نور معلومات وړاندې کړي.
#زحل #ټایټان #ساینس #فضا #فضايي_اکتشافات
Coverage