په خوست کې د نږدې ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د بیارغونې پروژه پیل شوه

په خوست کې د نږدې ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د بیارغونې پروژه پیل شوه

 ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک د بیارغونې پروژه د افتتاحیه غونډې تصویر

خوست – د خوست ښاروالۍ د ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د مردي‌خېل سړک د بیارغونې پروژه د ۲۰ میلیونه او ۹۲۷ زره او ۳۰۰ افغانیو په لګښت پیل کړه.

د خوست ښاروال حافظ عبدالرشید عمري ویلي، دغه سړک ۱۷۰۰ متره اوږدوالی او ۱۰ متره سور لري او په دې پروژه کې د خاورین بندونو او درې پلچکونو جوړول هم شامل دي. د نوموړي په وینا، پروژه به په پنځو میاشتو کې بشپړه شي.

د چارواکو په وینا، د دې سړک په بشپړېدو سره به د تڼیو ولسوالۍ او یو شمېر نورو سیمو د خوست ښار سره نښلول اسانه شي او د خلکو د تګ راتګ ستونزې به کمې شي.

ښاروالۍ همدارنګه ویلي چې د ښار د انلاین پته‌ورکولو پروژه، د سړکونو د نوې رڼا سیستم او یو شمېر نورې ښاري پراختیايي پروژې هم د دوی په کاري پلان کې شاملې دي.

About Author