له هرات څخه جرمني ته له ۱۰ زرو مربع مترو ډېرې غالۍ صادرې شوې

له هرات څخه جرمني ته له ۱۰ زرو مربع مترو ډېرې غالۍ صادرې شوې

د غالیو تصویر

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د روان کال له پیل راهیسې له هرات څخه جرمني ته د ۱۰۳ زره امریکايي ډالرو په ارزښت له ۱۰ زرو مربع مترو ډېرې لاسي اوبدل شوې غالۍ صادرې شوې دي.

د دغې خونې مسؤلین وایي، د افغانستان غالۍ، په ځانګړي ډول د هرات غالۍ، د خپل لوړ کیفیت، دودیزو نقشو او لاسي اوبدلو له امله په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ځای لري. د دوی په وینا، د صادراتو د پراختیا او نویو بازارونو ته د لاسرسي لپاره هڅې روانې دي.

غالۍ اوبدونکو هم له اړوندو ادارو غوښتي چې افغان سوداګرو ته په نړیوالو نندارتونونو کې د ګډون او نویو بازارونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

About Author