Politics

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست راپور ورکړی چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د دغه ولایت د بهسودو ولسوالۍ په ګډون ۱۷ کسان، چې ۱۱ یې ماشومان دي، وژل شوي…

د ایلان ماسک شتمني ۷۴۹ میلیارده ډالرو ته ورسېده؛ لومړی کس شو چې شتمني یې له ۷۰۰ میلیاردو ډالرو واوښته

د ایلان ماسک شتمني ۷۴۹ میلیارده ډالرو ته ورسېده؛ لومړی کس شو چې شتمني یې له ۷۰۰ میلیاردو ډالرو واوښته

 تصویر ماسک

د ټسلا، سپېس‌ایکس او اېکس اجرائیوي مشر ایلان ماسک شتمني ۷۴۹ میلیارده ډالرو ته رسېدلې او هغه د تاریخ لومړی کس ګرځېدلی چې شتمني یې له ۷۰۰ میلیاردو ډالرو اوښتې ده.

فوربز مجلې ویلي چې د ټسلا د ونډو لوړوالي، د ۱۳۹ میلیارد ډالرو د جبراني امتیازاتو بېرته ورکړې او له حکومت سره د نویو قراردادونو د لاسلیک له امله د ماسک په شتمنۍ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. بلومبرګ راپور ورکړی چې یوازې په یوه ورځ کې د ټسلا د ونډو لوړوالي د ماسک شتمني شاوخوا ۵۰ میلیارده ډالره زیاته کړې ده.

د شتمنۍ دغه بې‌ساری کچه د پراخو غبرګونونو لامل شوې او په نړیواله کچه یې د اقتصادي نابرابرۍ په اړه بحثونه راپارولي دي.

#افغان‌پیله‌بو

Coverage

About Author