په درېیو میاشتو کې له ۲۵۰ زرو ډېر کورني او ۱۲۰ بهرني سیلانیان پنجشېر ته تللي

په درېیو میاشتو کې له ۲۵۰ زرو ډېر کورني او ۱۲۰ بهرني سیلانیان پنجشېر ته تللي

عکسی آرشیفی از ولایت پنجشیر

د پنجشېر سیمه‌ییز چارواکي وایي، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له ۲۵۰ زرو څخه ډېر کورني او ۱۲۰ بهرني سیلانیانو د دې ولایت له طبیعي او تاریخي سیمو څخه لیدنه کړې ده.

د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لتون ویلي، سیلانیانو د امن په فضا کې د خواواک، مرغدل، پریان، درې، آبشارونو او د بازارک مرکز په ګډون له ګڼو سیاحتي سیمو څخه لیدنه کړې او یو شمېر یې خپلې شپې او ورځې هم هلته تېرې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې د امنیت موجود وضعیت د ولایت بېلابېلو سیمو ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د سفر زمینه برابره کړې ده.

د هرات ولایت یو سیلانی، ګل‌نظر، ویلي چې د لومړي ځل لپاره یې پنجشېر ته سفر کړی او د دې ولایت امنیت، ارامي او د خلکو مېلمه پالنه یې د ځینو بهرنیو تبلیغاتو خلاف بللې ده.

د هغه په وینا، اوسنی امنیت د دې لامل شوی چې کورنۍ او سیلانیان د پنجشېر تر لرې پرتو سیمو پورې هم په ډاډه زړه سفر وکړي.

About Author