اروپايي رسنیو راپور ورکړی چې له ۶۰۰ څخه ډېر اور وژونکي او سرتېري، د ۲۹ الوتکو او چورلکو په ملاتړ، د مادرید په شمال کې د پراخ ځنګلي اور د مهارولو لپاره پرلهپسې د شپږمې ورځې په توګه هڅې کوي.
دغه اور د پنجشنبې په ورځ د ګوادالاخارا په ولایت کې، د مادرید شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره شمال ته، لګېدلی او د روان کال په ترڅ کې د هسپانیې تر ټولو ستر ځنګلي اور بلل شوی دی.
د راپورونو له مخې، تر اوسه شاوخوا ۳۰ زره هکټاره ځنګلونه او بوټيزارونه سوځېدلي او د شاوخوا سیمو له ۱۲۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي له خپلو سیمو څخه ایستل شوي دي.
Coverage