Politics

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست راپور ورکړی چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د دغه ولایت د بهسودو ولسوالۍ په ګډون ۱۷ کسان، چې ۱۱ یې ماشومان دي، وژل شوي…

د انتالیا غونډې په څنډه کې د افغانستان او ترکیې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار

د انتالیا غونډې په څنډه کې د افغانستان او ترکیې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار

تصویر از ملاقات وزیر تجارت و صنعت افغانستان با وزیر تجارت ترکیه

د انتالیا د ډیپلوماسۍ غونډې په څنډه کې د افغانستان او ترکیې چارواکو د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د زیاتولو په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د ترکیې د سوداګرۍ له وزیر عمر بولات سره ولیدل او دواړو لورdو د پانګونې، سوداګرۍ او ترانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

په دې لیدنه کې د کانونو، زیربناوو او ترانسپورټ په برخو کې د همکاریو پراختیا او د سیمه‌ییز اتصال پیاوړتیا هم اړین وبلل شول. دواړو لوریو هیله څرګنده کړه چې اقتصادي اړیکې به نورې هم پراخې شي.

Coverage

About Author