په پنجشېر ولایت کې د استخراج د جواز بیه له ۹۰ زره څخه ۲۵ زره افغانیو ته له راکمېدو وروسته، د زمردو د استخراج سیمې پراخې شوې دي.
د پنجشېر والي ویاند سیفالدین لټون وایي، د ولایت د مشرتابه د هڅو په پایله کې د زمردو کانکیندونکیو لپاره اسانتیاوې برابرې شوې او د استخراج د جواز لګښت له ۹۰ زره څخه ۲۵ زره افغانیو ته راکم شوی، چې د کانونو د استخراج د پراخېدو لامل ګرځېدلی دی.
د نوموړي په وینا، په ۱۴۰۴ کال کې د ۲۳ مزایدو له لارې ۱۱۱ زره او ۵۷۰ قیراطه د پنجشېر زمرد د ۴ میلیونه او ۱۷۸ زره امریکایي ډالرو په ارزښت ملي سوداګرو ته پلورل شوي دي. له دې ډلې څخه د ۱۰ سلنه حق الامتیاز په اخیستلو سره شاوخوا ۳۲ میلیونه افغانۍ د افغانستان اسلامي امارت حساب ته جمع شوې دي.