په نړیوال جام کې د افغانستان د مخکې تګ چانس

عکس

له سویلي افریقا سره تر یوې جالبې سیالۍ  وروسته، افغانستان بالاخره لوبه وبایلله او دوه مهم پاینټونه یې له لاسه ورکړل. له دې ماتې سره د اتو غوره لوبډلو پړاو ته د افغانستان د تګ چانس ستونزمن شوی، خو لا هم ناممکن نه دی.

اوس د افغانستان برخلیک د لاندې سناریوګانو له تحقق سره تړلی دی.
لومړۍ سناریو: که نیوزیلنډ سویلي افریقا ته ماته ورکړي، نو نورې پایلې باید داسې وي؛ متحده عربي امارات دې سویلي افریقا ماته کړي؛  کاناډا دې متحده عربي اماراتو ته ماته ورکړي او  نیوزیلنډ دې له کاناډا لوبه یوسي.

که دا پایلې همداسې ترسره شي، نو نیوزیلنډ به د ګروپ په سر کې ځای خپل کړي، افغانستان او سویلي افریقا به هر یو ۴-۴ پاینټونه ولري. په دې حالت کې به د نېټ رن رېټ حساب فیصله کوونکی وي، چې افغانستان ته به د بل پړاو د تګ چانس برابر کړي.

دویمه سناریو: که سویلي افریقا نیوزیلنډ ته ماته ورکړه، نو باید کاناډا نیوزیلنډ ماته کړي؛  متحده عربي امارات باید کاناډا ماته کړي او سویلي افریقا دې لوبه له متحده دې عربي اماراتو څخه وګټي.

په دواړو حالتونو کې به د جدول وروستی ترتیب د نېټ رن رېټ پر بسنټ ټاکل کېږي. افغانستان لا هم په سیالۍ کې دی، خو راتلونکې لوبې او پایلې به برخلیک ټاکونکې وي.

About Author