په شبرغان ښار کې د ۵۰ زره مثمرو او غیرمثمرو نیالګیو د کېنولو د پراخ کمپاین له پیل سره هممهاله، د جوزجان والي د چاپېریال ساتنې او زرغونتیا په برخه کې د ښاریانو پر رول ټینګار وکړ.
د باختر آژانس د راپور له مخې، دغه کمپاین د شبرغان ښاروالۍ او د جوزجان د چاپېریال ساتنې ریاست په نوښت، د شنو ساحو د پراختیا، د هوا د ککړتیا د کمولو او د ښاري او ولایتي چاپېریال د وضعیت د ښه والي په موخه پیل شوی دی.
د جوزجان والي مولوي عبدالله سرحدي د دغه کمپاین د پرانیستې په مراسمو کې شنه طبیعت د ټولنې د روغتیا لپاره مهم وباله او له خلکو یې وغوښتل چې د نیالګیو په کېنولو او ساتنه کې فعاله ونډه واخلي.
د شبرغان ښاروال مولوي فضلالمنان عمري هم وویل چې د دغه پروګرام په چوکاټ کې به د ښار په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۵۰ زره نیالګي او زینتي ګلان کېنول شي.
همدارنګه، د جوزجان د چاپېریال ساتنې ریاست چارواکو په ټول ولایت کې د دغه بهیر د پراختیا خبر ورکړی دی. د شبرغان اوسېدونکو هم دغه اقدام د ژوند د کیفیت د ښه والي او د هوا د ککړتیا د کمولو په برخه کې یو اغېزناک ګام بللی دی.
#افغانپیلهبو