روسیه: اوکراین د شمالي محاربوي ډلې په سیمه کې له ۲۹۰ څخه ډېر سرتېري له لاسه ورکړي

روسیه: اوکراین د شمالي محاربوي ډلې په سیمه کې له ۲۹۰ څخه ډېر سرتېري له لاسه ورکړي

د روسیي او اوکراین جگړې یو آرشیفي تصویر

د روسیې تاس خبري اژانس راپور ورکړی چې د روسیې د شمالي محاربوي ډلې د مسئولیت په سیمه کې اوکرایني ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال له ۲۹۰ څخه ډېر سرتېري له لاسه ورکړي دي.

د دغې ډلې د مطبوعاتي مرکز په وینا، په عملیاتو کې ۶۱ درنې R-18 جنګي بې‌پیلوټه الوتکې، ۱۹۹ ثابت وزر لرونکې بې‌پیلوټه الوتکې، یوه امریکايي HMMWV زغره‌وال موټر، ۱۵ نور وسایط، ۲۹ د بې‌پیلوټه الوتکو د کنټرول مرکزونه او اته توغندیز لانچرونه له منځه وړل شوي دي.

روسیې دا ادعا هم کړې چې د خارکیف ولایت او یو شمېر نورو سیمو کې یې د اوکراین پر څو میخانیکي لواوو، بریدګرو واحدونو، ملي ګارد او ځمکنۍ دفاع ځواکونو بریدونه کړي او هغوی ته یې زیانونه اړولي دي.

دغه ادعاوې تر اوسه د اوکراین چارواکو یا خپلواکو سرچینو نه دي تأیید کړې.

About Author